زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/12/24 - 06:19:5
زيارة: 219
مشاركة مع الـأصدقاء

یو شمېر هېوادونو عقدیي سیاست غوره کړی
 یو شمېر هېوادونو عقدیي سیاست غوره کړی

انصار: (د مرغومی درېیمه)؛ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د واکمنېدو نږدې دوه نیم کاله پوره کېږي، خو لاهم د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید راډیو سره په خبرو کې ویلی چې افغانستان د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه پوره کړي، خو یو شمېر هېوادونه په دې برخه کې عقده یي چلند کوي.

مجاهد وایي، اوسمهال هم افغانستان له ګڼو هېوادونو سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې رسمي تعامل لري او دا تعاملات لا د پرمختګ په حال کې دي:

« د رسمیت پېژندلو لپاره اسلامي امارت ټول هغه شرطونه پوره کړي چې د یوه هېواد په رسمیت پېژندلو لپاره اړین دي، له بده مرغه ځنې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې ماتې وخوړه او له افغانستانه په شکست سره ووتل، هغوی د عقدې او کینې له مخې چې لاهم یې له افغانستان سره لري، داسې ناسم سیاستونه او ناسمې پالیسۍ اعمالوي او نور هېوادونه او سازمانونه هم له دې منع کوي چې له افغانستان سره تعامل ولري، خو دا بریالۍ لار نه ده او دا د ناکامو تجربو تکرار دی.»

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی او د فلسطین په اړه په لوړ رتبه سیاسي او مشورتي کنفرانس کې یې ګډون کوي.

د چارو کارپوهان دغه بلنه هم د پام وړ پرمختګ بولي او زیاتوي، له دې ښکاري چې د افغانستان نظر او دریځ په سیمه او نړۍ کې مهم دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي، داسې ناستې او کنفرانسونه له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو او د افغانستان د لاسته راوړنو بیانولو لپاره ښه فرصتونه دي:

« د افغانستان استازی به هلته د نورو هېوادونو له استازو سره ګوري، هغوی ته به قناعت ورکوي، هغوی به خپل ملاتړ ته هڅوي، متقي صاحب به هلته د افغانستان یو ښه تصویر وړاندې کړي، عام المنفعه پروژې چې روانې دي، په اقتصادي برخه کې پرمختګونه او سراسري امنیت د لاسته راوړنو ښې بېلګې دي چې متقي به یې هلته وړاندې کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی شېرحسن حسن وایي چې د رسمیت پېژندلو لپاره د نجونو او ښځو د زده کړو او کار، د خلکو سیاسي او مدني ازادۍ او ځني نورې ستونزې شته چې باید حل شي:

« زه باور لرم چې که دغه نیمګړتیاوې پوره کړي، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې چې د نړیوالې ټولنې یوه لویه غوښتنه ده، نور ډیر کارونه دې ته نږدې شوي چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یو سیال هېواد په توګه وپېژندل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال دي او دغه راز د ګڼو هېوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ په افغانستان کې فعالې دي او ډېپلوماټان یې هم په کې حضورلري. خو لاهم څنګه چې لازمه ده، نړۍ له افغانستان سره سیاسي تعامل نه لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29186






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم